IQNA

یمن  له امریکا او انګلستان سره  اوږدمهاله مقابلې ته تیار دی

6:50 - January 31, 2024
د خبر لمبر: 3488651
ایکنا- د یمن د پوځ عمومي قوماندان  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  ووئيل،دغه هیواد له امریکا او انګلستان سره د اوږدمهالې ډغرې لپاره بشپړ تیار دی او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور  راکړ، امریکا او انګلستان له صهیونیسټي رژيم څخه په ملاتړ کې د څوم ځّل لپاره  له د یمن ځيني پوځي  سایټونه بمباري کړي دي . د یمن پوځ  هم ددغو تیریو په غبرګون کې اعلان کړی دی چې  له دې وروسته به  په سرۀسمندر کې د و اشنګټن او لندن  ګټې هم د یوه روا ټارګټ په توګه د ډرونز او توغندیو   په شیشت کې راوستل شي.

العاطفي  ووئیل ،مونږ له ستمګرو پوځونو سره د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان  او انګریزان او هغه کسان چې  له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې  په دې باب هیڅ  بحث نشته .

داپه داسې حال کې دي چې  دیمن په ضد امریکا او دهغې  د متحدانو غلیمانه خوځښتونه  د فلسطین له ولسه د یمن د حکومت او خلکو د ملاتړ   او د غزې په ضد نیواکګرو  د جنایتونو په مقابل کې د دریدا په دلیل  دوام لري ، تیره شنبې ورځې هم امریکا او انګلستان په یمن بیا حملې کړي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/

captcha